ټولټاکني که دولس دتير وتلو له پاره دريمه امريکايي لوبه
انجنير سيد عبدالقادر   انجنير سيد عبدالقادر

                         ۱۱ــ ۱۲ ــ ۲۰۱۲  

           

نيژدي د دوو مياشتو راهيسي بهرنيو يرغلګرو د ګوډاګي رژيم سره په مشوره دافغان ولس د تيروتلو  اود پاته  ملي شتمنيو دپوره  چورولو له پاره دټولټاکنو ددريمي لوبي کمپاين په داسي حال کي پيل کړي او آماده ګي نيسي ،  چی دا يرغمل ولس دوطن په هره سيمه کي ددوي دبشري او  اقتصادي  جنايتونوسره لاس او ګريوان دي ، يوه ورځ تربلي ډير زوريږي ، او هره شپه پاک خداي (ج) ته  په دي  هيله او اميد دي ،چی ژر بهرني اشغال مات ، دولس ريښتيني حاکميت رامنځ ته ،  بشري او اقتصادي جنايت کاران محکمه  او دافغان دين ، مذهب ، وطن اوناموس خوندي وساتل سي ۰  په داسي حال کي چی اوس دا ټوله دبهرنيو او کورنيو حنايتکارانو تر مختليفو تهديدونو لاندي دي ۰ډير دتعجب  ځاي دادي ، چی دبهرنيو او کورنيو جنايتکارانو د توطيوو دپولي کولو له پاره يو شمير سياسي او اجتماعي سازمانونه او وڅنګ ته يي يو شمير ليکوالان او روشنفکران دجمعي رسنيو له لاري  داسي ليکني او مرکي کوي ، چی سړي فکر کوي چی افغان وطن مو آزاد او په وطن کي مو دولس واک چليږي ۰ زه نه پوهيږم چی آيا ددوي دسترګو ليده هم دونه دي ،  چی دد ي ۴۳ هيوادونو استعماري اشغال نه ويني ؟ او په وطن کي دورځني بشري او اقتصادي جنايتونو څخه نه خبريږي ؟ او که دسياسي درک دنشتوالي له کبله داسي ليکني او مرکي  کوي ،   داخوهم  دمنلو خبره نده ۰   دا ځکه چی دا  شميرد ( سیاسي ګوندونو او اجتماعي سازمانونورهبران  ،ليکوالان ، روشنفکران ) خو نه يوازي  ځانونو ته لوي لوي ډبري ايږدي ، بلکه  ځانونه دعيني او  ذهني  تحليل خاوندان هم  بولي ۰ نو دلته بيا افغان  ولس ته ددوي په هکله  داسي د بي اعتمادي ږغ  رامنځ ته کيږي ، چی يعني دا ډلو ځانونه په ډالرو باندي خرڅ کړي دي ۰ چی ددې  ادعا دښه ثبوت  له پاره دټولټاکنو د  لوبي په اړوند ددوي مرکي ،  ليکني او شفاهي تبليغات دچل او چم څخه ډکي  نيوه کي او وړانديزونو  دي  چی  د ټولټاکنو پر  قانون او کميسون باندي يي  کوي او وايي :  دبيلګي په توګه که دشکاياتو په کميسون کي بهرنيان ځاي ونه لري ،  يا نوي کارتونه توزيع نه سي اويا  الکترونيکي تذکري جوړي نه سي  ۰۰۰۰ نو دټولټانو مشروعيت به تر پوښتني لاندي راسي ۰ په واقعيت کي که فکر وکړو   داخبره دافغان ملي ګټو سره په ښکاره تقابل کي قرار لري ۰دا ځکه چی په ګوډاګي رژيم کي اصلآ مشروعيت ځاي نه لري ۰  په پښتو کي يو متل دي چی وايي :  زه دې باغ نه وينم  ، ته وايه  تارو راغي ۰ نو دپورتنيو څرګندونو دښه وضاحت له پاره لازمه ده چی لومړي بايد مشرعيت تعريف کړو ، مشروعيت يعني څه ،  اوبيا کومو دولتونو ته په نړي کښي مشروع دولتونه ويل کيدلايسي : بايد ووايو هغه هيوادونه چه دخارجی يرغل لاندي  راغلی وي ، دنړيوالو حقوقو له پلوه په داسي هيوادونو کښي مشروع دولتونه منځ ته نه سي راتلاي ۰ داځکه چه په دې هيوادونو کښي هر څه دپردو له هيلوسره سم مخ ته ځی او ولس خپله ريښتينه  اراده نه سي څرګندولای ، چی ښه بيلګه يي دافغا نستان اوسني ګوډاګي رژيم  دي ۰

مشروعيت : عبارت دهغه حقوقی صلاحيت څخه دی ، چه داکثريت خلګو درايو او ارادې داخستلو په نتيجه کی يو دولت تر لاسه کوي ۰ دا تعريف دنړي داکثريت مروجو دموکراټيکو دولتونومنعکس کونکی دی ۰دسياسی او اجتماعي علومو پوهانو مشروع دولتونه پر درو برخو باندي تقسيم کړي دي :

لمړي ـ هغه خارالعاده شخصيت چه دخلګو ملاتړد بي ساري احساساتو له لاري تر لاسه او ددولت په راس کي قرار ونيسي ۰ دوهم ـ هغه دولتونه چی په عنعنوي يا سنتي ډول يي د خلګو باور تر لاسه او مشروع بلل سوي دي۰  دريم ـ هغه دولتونه چه په ډموکراټيک شکل يي داکثريت خلګو درايو داخستلو په نتيجه کي مشروعيت تر لاسه کړي وي ۰  بايد وويل سي چه دادريم ډول دولتونه که په ريښتيني توګه بي له درغليو څخه داکثريت خلګو رايه تر لاسه کړي ، دخلګو دريښتيني ارادي منعکس کوونکي دی ۰ چه دا دولتونه نظر ونورو دولتونو ته ډير ه دموکراتيکه بڼه لري ۰ بايد ووايو ،  مشروعيت يو ثابت مفهوم هم نه دی  دا ځکه چه په لمړي قدم کښي ځيني دولتونه کيدلايسي دخلګو درايو ورکولو په نتيجه کي مشروعيت تر لاسه کړي ۰ ولي وروسته د هغوپلانونو څخه چه ټولټاکنودتبليغاتي کمپاين پر وخت يي د هغو په نتيجه کښي دخلګو راي تر لاسه کړي انحراف وکړي ، نو دخلګو باور او اعتماد دلاسه ورکوي نو په دي صورت کي بيا دا دولت يو غير مشروع دولت بلل کيدلايسي ۰که په دغو هيوادونو کي ډموکراسي موجوده وي نو خلک کولايسي دبيا ټولټاکنو غوښتنه و کړي ۰ او که يي په هيواد کښ ډموکراسي موجوده نه وي ،نو بيادادولت تر خپل ټاکلي وخت تر ختميدو پوری دبرچي په زور خپل حاکميت پر ولس باندي تحميلوي ۰                                                                                                  دمشروعيت د تعريف څخه په ښکاره ډول معلوميږي چی په اوسني تر اشغال لاندي حالت کي دټولټاکنو په نامه  هر ډول تبليغ او تلاښ نه يوازي دافغان ملي ګټو سره په تقابل کي قرار نيسي  بلکه افغان زوريدلي ولس به نور هم دبهرنيو او کورنيو جنايتکارانو  دداسي بشري ځورونو سره مخامخ کړي  چی تاريخ به يي په ليکنو باندي عاجزه  وي  ۰ دپورتنيو ليکو څخه داسي نتيجه اخستلي سووچی :  د  ټولو  هغه سياسي او اجتماعي سازمانونود  رهبرۍ  غړي چی خپلي شخصي او سازماني ګټي دملي ګټو په رڼا کي ويني    او وطن ته دخپلو پلورونو او نيکونو په څير دپاک ناموس په سترګه  ګوري بايد ددې امريکايي ټولټاکنو په وړاندي دملي دريځ دزاويي څخه خپل سياسي  غبرګون ښکاره کړي  هغه دا چی : ددغي دريمي امريکايي لوبي پر ځاي بايد دغه ( سياسي او اجتماعي سازمانونو رهبري او مستقل سياسي کار پوهان ) په کابل کي يو بين الا افغاني تفاهمي  کنفرانس جوړ او پايله کي دسياسي حل ديو ميکانيزم وړانديز  ( دملي ګټو په پام کي نيولو سره ) تصويب او نړيوالو ته وړاندي کړي ۰  او که دا رهبران او مستقل سياسي شخصيتونه او روشنفکران د تيرو دوو لوبو په څير دولس د ليکو څخه ځانونه ليري يا چوپتيا اختيار کړي ، دا به نو دولس له خواه څخه يو نه بخښونکي کار وبلل  سي ۰   داځکه چی دبهرني  اشغال لاندي هر نوي حاکميت چی رامنځ ته کيږي ، نه يوازي ولس به دچل او چم په نوو جالونو کي و  ساتي بلکه پاته ملي  شتمني به يي هم چور او چپاول کړي ۰ چی ولس دتيري يوي لسيزي داشغالګرو،  غربي تيکنو کراتانو ( مسلکي غلو )  او  جهادي جنګ سلارانوله خواه  د دولتي ( معدنونو ، مځکو ، فابريکو،  بانکونو۰۰۰۰) دچورولوعيني شاهيد دي ۰ ځکه نو په راتلونکي لوبه کي به کرزي او واکمن حاکميت کوښښ کوي چی دامريکا سره په مشوره داسي څوک را ميدان ته کړي ، چی ددوي دکورنيو دانوي هستي او لاس ته راوړنو ته نور ه هم پراختيا ورکړي ۰ اوهم کوښښ کوی

چی د اشغال د ماتي پر وخت که امريکا  دمقاومت سره دسياسي حل خبري کوي بايد په دغه شرط  باندي تر سره سي چی  زموږ دغه نوي شتمنۍ  ، ( بشري او اقتصادي جنايتونه  ) په راتلوونکو وختونو کي دولس له خواه تر پوښتني لاندي رانه سي ، ځکه نو  بايد  په وسله وال مقاومت باندي قبول کړي ۰ چی دا نو ( خواب است ، مهال است و جنون ) ۰ ځکه نوامريکا او ګوډاګي دولت يي   هروخت دوسله وال مقاومت سره د خبرو کولو مخکني شرط و اساسي قانون ته د  هغوله خواه څخه  احترام او تا ئيد ومخ ته ايږدي  ۰ بايد ووايو چی په اساسي قانون کي امريکايي او ګوډاګي واکمنانو ته يوازي نهمه او لسمه ماده  داهميت وړ ده ۰ داځکه چی هلته و بهرنيو او کورنيو غلو له پاره لاره خلاصه سوي ده ۰ او دا  واکمنان دولس دفريب له پاره دتعليم او تربيي ، دښځو دحقوقو دنامه څخه په ناوړه استفاده سره دا تبليغات کوي چی وسله وال مقاومت بايد دښځو حقوق او تعليم تربيي مخه ونه نيسي  ۰تر اوسه لا دامعلومه نه ده چی امريکا به خپل ګوډاګي کرزي ته دحاکميت دوام ور په برخه کي او که به بل ګوډاګي د لوبي وروسته دجمهوريت   پر چوکي کښينوي ۰ ځکه دا داشغالګرو  په ګټو پوري اړه لري ، چی د  کوم ګوډاګي  د حاکميت په شتون کي دوي کولايسي چی  نه يوازي دافغانستان څخه دباندي  خپلو شومو مخو ته ځانونه ورسوي بلکه د افغانستان نيژدي  (دديرشو تريلونو ډالرو )  تر مځکي لاندي شتمني هم  ژر تر ژره چور او چپاول کړي او په پايله کي افغان ولس پر خالي ميدان باندي پريږدي ۰ ولي دا هر څه او راتلوونکي افغان برخه ليک  بيا هم په يوه غښتلي ملي مقاومت پوري اړيکي پيدا کوي ۰ چی  دا به نو په راتلونکي کي انشآالله  معلومه سي ۰

تمت باالخير

 


December 11th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات